د افغانستان د مالیې وزارت خبر ورکوي چې د کرونا ویروس له کبله په تېرو څو میاشتو کې د هېواد د ملي عوایدو کې ۲۰میلیارد افغانۍ کموالی راغلی دی.
د افغانستان د ماليې سرپرست وزیر عبدالهادي ارغندیوال په یوې مرکه کې دا خبره کړې ده، نوموړي ویلي، لا هم د ګمرکونو عواید د یو شمېر اشخاصو جیبونو ته ځي چې له کبله یې ملي عوایدو کې د پام وړ کموالی راغلی دی.
د مالیې سرپرست وزیر وویل چې له دې وروسته مفسدین نشي زغملی، او پر وړاندې به یې جدي اقدامات وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې هېواد کې اداري فساد د افغان حکومت لپاره یوه لویه ننګونه ده او لا هم افغانستان د نړۍ په کچه مفسدو هېوادونو د نوملړ په سر کې ځای لري
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ