د یاد ولایت د والي ویاند قیس قادري کلید ته وویل، پېښه نن سهار هغه مهال رامنځته شوې کله چې د قاضي احمد شاه الهام په نوم د یاد ولایت د السای ولسوالۍ یو تن قاضي خپلې دندې ته د تګ په حال کې و، چې د نامعلومه وسله والو له برید سره مخ شو.
د هغه په وینا، په یاد برید کې قاضي وژل شوی، وسله وال په تېښته بریالي شوي او امنیتي چارواکي یې د نیولو هڅه کوي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د لویې څارنوالۍ پنځه څارنوالان او کار کوونکي هم د نامعلومو وسله والو په برید کې وژل شوي وو.
که څه هم وسله والو طالبانو په هغه برید کې خپل لاس درلودل رد کړي، خو د دې پېښې په تړاو یې تبصره نه ده کړې.