ads

په بلخ کې شپږو پولیسو خپل ژوند له لاسه ورکړی

د بلخ سیمه‌ییز چارواکي وايي، د بلخ ولسوالۍ په پیاز سیمه کې وسله والو طالبانو د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونه ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

محمدخان بریال
3 چنګاښ 1399
په بلخ کې شپږو پولیسو خپل ژوند له لاسه ورکړی

د دغه ولایت د والي ویاند منیر احمد فرهاد کلید ته وویل، دا برید تېره شپه ترسره شوی او شپږ پولیس پکې وژل شوي او یو بل ژوبل دی.
فرهاد په شوي برید کې وسله والو طالبانو ته هم د درنې مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکوي.، خو کره شمېر یې نه په ډاګه کوي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې تړاو تبصره نه ده کړې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA