د سعودي حکومت پرون اعلان وکړ چې د سږکال په حج کې به له نورو هېوادونو څخه ورتلونکو زیارت کوونکو ته اجازه ورنه کړي.
سعودي عربستان وايي، بهرنیو زیارت کوونکو ته به اجازه ورنه کړي چې دغه هېواد ته د حج د مراسمو لپاره سفر وکړي او یوازې به محدود شمېر سعودیان او هغه بهرنیان چې په دغه هیواد کې اوسي، د بیت الله شریف زیارت ته پرېږدي.
د سعودي عربستان حکومت د کورونا ویروس د مخنیو په هدف دا پرېکړه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې په یاد هېواد کې د دوشنبې په ورځ د ۳۳۹۳ تنو کورونا ویرس ثبت شو، چې ورسره په دغه هیواد کې په کورونا د اخته کسانو شمېر تر یولکو ۶۱ زرو واوښت.
تر اوسه هلته ۱۳۰۷ تنه کورونا ناروغۍ مړه کړي او تر سل زره ډېر بیا ترې ښه شوي دي.