د دغه وزارت مالي او اداري معین شفیق الله شهیم د سه شنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال وویل، دوی محدود شمېر وینټلاټورونه لري او ټول د دوی په روغتونونو کې ځای پر ځای شوي دي.
د هغه په وینا، ګاونډیو هېوادونو ته د یادو ماشینونو د قاچاق په تړاو هر ډول راپورونه اساس نه لري او داسې راپورونه د عامه ذهنونو د ګډوډولو لپاره خپرېږي.
د جمهور رییس لومړي مرستیال امرالله صالح هم د رسنیو پر راپور غبرګون ښودلی دی او په وینا یې د وینټلاټورونو د قاچاق په تړاو خپاره شوي راپورونه ناسم دي.
تر دې وړاندې په رسنیو کې داسې راپورونه خپاره شول چې ګواکي افغان دولت ته د مرستې په توګه ورکړل شوي وینټلاټورونه نورو هېوادونو ته قاچاقېږي او دغه مسله د هېوادوالو له سخت غبرګون سره مخ شوه.