ads

افغانستان او ایران د سرحدونو د امنیت پر ټینګښت هوکړه وکړه

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د حنیف اتمر په مشرۍ پلاوی او ایراني چارواکي د دواړو هېوادونو تر منځ د سرحدونو پر ساتلو هوکړې ته رسېدلي دي.

محمدخان بریال
3 چنګاښ 1399
افغانستان او ایران د سرحدونو د امنیت پر ټینګښت هوکړه وکړه

یاد وزارت د دواړو هېوادونو د ګډې بیانیې متن خپور کړی او په هغه کې د کابل او تهران د مرستو د سند وروستي کېدو، د افغان سولې له اوسني بهیر څخه د ایران ملاتړ او په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو د حالت رسېدو ته اشاره شوې ده.
د یادې بیانیې له مخې، د ایراني ځواکونو له لوري له افغانانو سره د وروستي بشري تاوتریخوالي په اړه د دغه هېواد حکومتي چارواکو افغان پلاوي ته معلومات ورکړل او په دې برخه کې یې د هر ډول څېړنو په تړاو د بهرنیو چارو وزارت ورغلي پلاوي ته ډاډ ورکړ.
په بیانیه کې راغلي، د دواړو هېوادونو امنیتي، سرحدي او د قانون جوړونې کمېټو ته نده وسپارل شوه چې د غیرقانوني تګ او د انساني قاچاق د مخنیوي لپاره لازم تدابیر ونیسي.
په ورته وخت کې افغان حکومت وایي، ایران د افغان سولې پروسې کوربتوب ته چمتوالی ښودلی او په افغانستان کې یې د تلپاتې سولې پر راتګ او د تاوتریخوالي پر کمېدو ټینګار کړی دی.
د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر وړمه ورځ د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ ایران ته سفر وکړ او هلته یې د یاد هېواد د بهرنیو چارو له وزیر محمد جواد ظریف او نورو ایراني چاوراکو سره وکتل.
د دغه سفر هدف، په ایران کې له افغانانو سره د ایراني ځواکونو د تاوتریخوالي د پېښو څېړل، د داسې کړنو د تکرار مخنیوی او ورته نور مسایل بلل شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA