د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي کلید ته وویل، پېښه نن سهار د کابل ښار په ده سبز سیمه کې رامنځه شوې ده.
د هغه په وینا، یاد کسان خپلو دندو ته تلل، چې په لاره کې له وسله وال برید سره مخ شوي.
رسولي زیاتوي، په شوې برید کې د دوی پنځه واړه کارمندانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
لویه څارنوالي له امنیتي ځواکونو غواړي چې دا پېښه په جدي ډول وڅېړي او عاملین یې تر نیولو وروسته د قانون منګولو ته وسپاري.
تر اوسه د یادو کسانو د وژل کېدو مسولیت چا نه دی منلی.