د ایران د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې افغان پلاوی به د دوو ورځو په اوږدو کې له ایران چارواکو سره په بېلابېلو موضوعګانو لکه د ایران او افغانستان پر اقتصادي همکاري، سرحدي ستونزې، امنیتي او روغتیایي برخو کې خبرې اترې ولري.
افغان جګپوړی پلاوی داسې مهال ایران ته سفر کوي چې په دې ورستیو کې هلته له مېشتو افغان کډوالو سره د ایراني ځواکونو چلند د کابل او تهران اړیکې ترینګلي کړې دي.
د روان کال د ثور میاشتې په ۱۲مه نېټه داسې راپورونه خپاره شول چې د ایراني ځواکونو لخوا ۴۶افغان کډوال په زور د هریرود سیند ته ورغورځول شوي وو.
په دغه پېښه کې ۱۲تنه ووژل شول، ۱۷تنه ژغورل شوي او ۱۷نور تر اوسه تري تم دي.
همدارنګه له دې پېښې وروسته یوه بله پېښه رامنځته شوه چې دا پېښه د ایران په یزد کې د ایراني ځواکونو لخوا د افغان کډوالو په یوه موټر ډزې وکړې، چې وروسته موټر اور واخیست او درې افغانان په وسوځېدل چې دې پېښې نړیوال غبرګونونه هم له ځان سره لرل.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ