دغه قومندان اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ته ویلي، له طالبانو سره د تړون له مخې باید د راتلونکي کال تر مې میاشتې ټول امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه ووځي، خو په وینا یې چې دې موخې ته رسېدل د طالبانو په ځانګړو هڅو پورې اړه لري.
نوموړي د اسپن ستراتیژۍ ډلې ناستې ته په ویډیویي خبرو کې وویل، په افغانستان کې باید داسې شرایط رامنځته شي چې دوی ډاډ تر لاسه کړي او له دغه هېواده د امریکایي سرتیرو د وتلو زمینه برابره شي.
د فرورۍ میاشتې د تړون له مخې طالبانو ژمنه کړې چې یوه توندلارې ډله به هم له افغان خاورې پر امریکا برید ونه کړي.
خو یاد امریکایي جنران اوس هم اندېښنه لري چې له افغانستان څخه د ټولو سرتیرو وتل خطرناک دي.
د طالبانو او امریکا د تړون له مخې، امریکا باید په ۱۳۵ ورځو کې په افغانستان کې د خپلو سرتیرو شمېر ۸۶۰۰ ته راټیټ کړي، خو اوس تر ټاکلې نېټې وړاندې دا شمېر کم شوی دی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ