ads

فرانک مکینزي: له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو بهیر دوام لري

امریکايي جنرال فرانک مکینزي په تازه څرګندونو کې ویلي، له طالبانو سره د شوي تړون له مخې د امریکايي سرتېرو شمېر په افغانستان کې ۸۶۰۰ ته کم شوی دی.

محمدخان بریال
30 غبرګولی 1399
فرانک مکینزي: له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو بهیر دوام لري
دغه قومندان اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ته ویلي، له طالبانو سره د تړون له مخې باید د راتلونکي کال تر مې میاشتې ټول امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه ووځي، خو په وینا یې چې دې موخې ته رسېدل د طالبانو په ځانګړو هڅو پورې اړه لري.
نوموړي د اسپن ستراتیژۍ ډلې ناستې ته په ویډیویي خبرو کې وویل، په افغانستان کې باید داسې شرایط رامنځته شي چې دوی ډاډ تر لاسه کړي او له دغه هېواده د امریکایي سرتیرو د وتلو زمینه برابره شي.
د فرورۍ میاشتې د تړون له مخې طالبانو ژمنه کړې چې یوه توندلارې ډله به هم له افغان خاورې پر امریکا برید ونه کړي.
خو یاد امریکایي جنران اوس هم اندېښنه لري چې له افغانستان څخه د ټولو سرتیرو وتل خطرناک دي.
د طالبانو او امریکا د تړون له مخې، امریکا باید په ۱۳۵ ورځو کې په افغانستان کې د خپلو سرتیرو شمېر ۸۶۰۰ ته راټیټ کړي، خو اوس تر ټاکلې نېټې وړاندې دا شمېر کم شوی دی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA