ads

طالبانو په بهر کې له مېشتو افغانانو سره پر سوله خبرې وکړې

د طالبانو ډله خبر ورکوي چې په قطر کې د دوی د سیاسي دفتر او د تماس برخې مشر او نورو غړو په بهر کې له مېشتو افغانانو سره د سولې پر مسلې بحثونه وکړل.

محمدخان بریال
30 غبرګولی 1399
طالبانو په بهر کې له مېشتو افغانانو سره پر سوله خبرې وکړې
د دې ډلې د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین وایي، مشرانو یې له افغان سیاسي شنونکو او پوهانو سره د ویډیویي کنفرانس له لارې د سولې د روان بهیر په تړاو د یو بل نظرونه واورېدل.
د شاهین په وینا، په یاد ویډیویي کنفرانس کې د دواړو لورو تر منځ د سولې پر اوسنۍ روانه پروسه او د هېواد پر امنیتي حالت بحثونه وشول او طالب مشرانو د دوی د نظرونو تر اورېدو وروسته د هغوی پوښتنو ته مناسب ځوابونه وویل.
هغه زیاتوي، د طالبانو او دوی تر منځ په راتلونکي کې د اړیکو پر بیا نیولو او د نظر پر تبادلې ټینګار وشو.
طالبان پر داسې مهال یادې څرګندونې کوي چې د افغانستان د سولې مسله حساس پړاو ته رسېدلې او ټاکل شوې چې ډېر ژر د افغان حکومت او دې ډلې تر منځ د سولې راتګ په هدف د قطر په پایتخت دوحه کې مخامخ خبرې پیل شي.
افغان حکومت وایي، د سولې لپاره د دوی مرکچي پلاوی برابر شوی، د خبرو اجنډا برابره شوې، خو په وینا یې د طالبانو له خوا په دې برخه کې تر اوسه هېڅ پرمختګ نه دی شوی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA