د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند خلیل اسیر کلید ته وویل، دا چاودنه د پنجشنبې په ورځ ۱۱ بجې او ۴۵ دقیقې رامنځته شوې، چې د یادې مدرسې اووه زده کوونکي پکې وژل شوي او اته نور ټپیان شوي دي.
دی وایي، چاودنه د راکېټ د مرمۍ له کبله رامنځته شوې ده.
تر اوسه معلومه نه ده چې د راکېټ مرمۍ د چا له خوا په مسجد کې ځای پر ځای شوې وه او د تخار امنیتي چارواکي وایي، په دې اړه د دوی پلټنې روانې دي.