نوموړي نن د برهان الدین رباني د بنسټ پرانیستنې په غونډه کې وویل، د بن کنفرانس وښودله چې د ښکېلو او اغېزمنو لورو په پام کې نه نیول د دې لامل شول، څو په هېواد د یو څه وخت لپاره تاوتریخوالی کم شي، خو وروسته بیا نښتې پیل شوې او هېواد له نامعلوم برخلیک سره مخ شو.
دی خبرداری ورکوي چې د سولې لپاره به اوسنۍ هڅې د یو څه مودې لپاره د اوربند لامل شي، خو د اوسنیو هڅو په پایله کې د تلپاتې سولې راتګ ناشونی دی.
رباني پر داسې مهال یادې څرګندوې کوي چې د افغانستان د سولې مسله حساس پړاو ته رسېدلې او ټاکل شوې چې ډېر ژر د طالبانو او افغان حکومت تر منځ مخامخ خبرې پیل شي.