د یادې کمېټې مسوولینو ویلي، د کال په لومړیو دوو میاشتو کې د تاوتریخوالي کمېدل هيله بښونکی و، خو په خبره یې اوس بېرته په ډيرو ولایتونو کې جګړې پيل شوې دي.
د دې کمېټې په خبره، که جګړه دوام کوي، نو ښايي میلیونونه افغانان له روغتیايي خدماتو بې محروم پاتې شي.
سرچینه وایي، له یوې خوا کورونا ویروس په افغانستان کې بحران رامنځ ته کړی او روغتیایي سکتور یې کمزوری کړی، خو له بلې خوا خونړیو جګړو د افغانانو مرګ ژوبله ډېره کړې ده.
دغه کمېټه هيلهمنده ده، ژر تر ژره د تاوتریخوالي او جګړو کچه راټيټه شي او په دې توګه روغتیايي خدمتونو ته پام وشي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ