ads

په تخار ولایت کې د چاودنې له امله د مدرسې اووه زده کوونکي وژل شوي

د تخار ولایت سیمه ییز چارواکي وایي، د دغه ولایت په اشکمیش ولسوالۍ کې په یوه دیني مدرسه کې چاودنه شوې ده.

محمدخان بریال
29 غبرګولی 1399
په تخار ولایت کې د چاودنې له امله د مدرسې اووه زده کوونکي وژل شوي

د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند خلیل اسیر کلید ته وویل، دا چاودنه د پنجشنبې په ورځ ۱۱ بجې او ۴۵ دقیقې رامنځته شوې، چې د یادې مدرسې اووه زده کوونکي پکې وژل شوي او اته نور ټپیان شوي دي.
دی وایي، چاودنه د راکېټ د مرمۍ له کبله رامنځته شوې ده.
تر اوسه معلومه نه ده چې د راکېټ مرمۍ د چا له خوا په مسجد کې ځای پر ځای شوې وه او د تخار امنیتي چارواکي وایي، په دې اړه د دوی پلټنې روانې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA