ads

سره صلیب په هېواد کې پر روغتیایي مرکزونو د بریدونو دوام ګواښوونکی وباله

د سره صلیب نړیواله کمېټه خبر ورکوي چې د روغتیايي مرکزونو پر وړاندې د بریدونو او تاوتریخوالي دوام به میلیونونه افغانان له روغتیايي خدمتونو بې برخې کړي. 

محمدخان بریال
29 غبرګولی 1399
سره صلیب په هېواد کې پر روغتیایي مرکزونو د بریدونو دوام ګواښوونکی وباله
د یادې کمېټې مسوولینو ویلي، د کال په لومړیو دوو میاشتو کې د تاوتریخوالي کمېدل هيله بښونکی و، خو په خبره یې اوس بېرته په ډيرو ولایتونو کې جګړې پيل شوې دي.
 د دې کمېټې په خبره، که جګړه دوام کوي، نو ښايي میلیونونه افغانان له روغتیايي خدماتو بې محروم پاتې شي.
 سرچینه وایي، له یوې خوا کورونا ویروس په افغانستان کې بحران رامنځ ته کړی او روغتیایي سکتور یې کمزوری کړی، خو له بلې خوا خونړیو جګړو د افغانانو مرګ ژوبله ډېره کړې ده.
دغه کمېټه هيله‌منده ده، ژر تر ژره د تاوتریخوالي او جګړو کچه راټيټه شي او په دې توګه روغتیايي خدمتونو ته پام وشي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA