د پاکستان رسنۍ خبر ورکوي چې د طالبانو د مشرتابه شورا د بین الافغاني خبرو لپاره خپل مرکچي پلاوي کې بدلون راولي او داسې ویل کېږي چې یو نوی پلاوی به رامنځته کړي.
د پاکستان ډیلي ټایمز ورځپاڼې ته د طالبانو د مشرتابه شورا یوه غړي ویلي، چې ملاهبت الله اخوندزاده د طالبانو د پوځي کمېسیون لپاره ملا یعقوب د نوي رییس په توګه ټاکلی ترڅو تر بین الافغاني خبرو وړاندې خپل واک او قدرت زیات کړي.
د طالبانو دغه غړي همدارنګه ویلي چې د طالبانو مشرتابه شورا غړي د بین الافغاني خبرو لپاره په یوه نوي پلاوي ګومارلو غور کوي او دا پلاوی به د ملایعقوب تر مستقیمې څارنې لاندې کار مخ ته وړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ