ads

په ننګرهار کې د طالبانو له یوه پټنځای څخه مهمات ترلاسه شوي

د ننګرهار امنیتي چارواکي په دې ولایت کې د وسله والو طالبانو له یو پټنځای څخه دګڼ شمېر چاودیدونکو توکو د ترلاسه کیدو خبر ورکوي.

جان اغا صالح
28 غبرګولی 1399
په ننګرهار کې د طالبانو له یوه پټنځای څخه مهمات ترلاسه شوي

د ملي امنیت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ځواکونو یې د کامې ولسوالۍ په داربنګ کلي کې د وسله والو طالبانو له یو پټنځای څخه یو میل راکټ، پنځه جوړې نظامي بوټان اووه جوړه لباس،دهشکې شرید،د هانوې ټانک درې زرهې شیشې، درې جایکونه، درې شټپنۍ،شپږ کړۍ لاسي بمونه،څلور بم افګن مرمۍ،۲۵۳ فیره د ام شپاړس او پیکا مرمۍ کشف او تر لاسه کړي دي.

سرچینې زیاتوي چې له یاد پټنځای څخه چاودیدونکې توکې،مخابره او یو شمېر نور نظامي تجهیزات هم د ځواکونو لاسته ورغلي دي.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA