ads

غزنې کې هاوان مرمۍ ۷ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې

د غزني ولایت چارواکي وایي، چې پرون د طالبانو لخوا د هوان یوه مرمۍ د ماشومانو د لوبو په میدان کې لګېدلې ده چې، له کبله څلور ماشومان ووژل شول.

شمس الرحمن شمس
28 غبرګولی 1399
غزنې کې هاوان مرمۍ ۷ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې

د غزني ولایت سیمه ییز چارواکي وایي، چې پرون ماسپښین د وسله والو طالبانو لخوا د هاوان مرمۍ له کبله څلور ماشومان ووژل شول او درې نور یې ټپیان کړي دي.

ددې ولایت د والي ویاند واحدالله جمعه زده وایي چې دا پېښه د غزني په ده یک ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

شاهدان وايي، ماشومانو په یوه میدان کې لوبه کوله چې له نامعلوم لوري د هاوان ګولۍ پرې ولګېده.

وسله والو طالبانو ددې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA