ads

راپورونه: طالبان بین‌الافغاني خبرو لپاره نوی پلاوی جوړوي

د راپورونو له مخې د طالبانو مشرتابه شورا غواړي چې بین الافغاني خبرو لپاره یو نوی پلاوی رامنځته کړي او دا پلاوی به د ملایعقوب تر مشرۍ لاندې کار ته دوام ورکوي.

شمس الرحمن شمس
28 غبرګولی 1399
راپورونه: طالبان بین‌الافغاني خبرو لپاره نوی پلاوی جوړوي

د پاکستان رسنۍ خبر ورکوي چې د طالبانو د مشرتابه شورا د بین الافغاني خبرو  لپاره خپل مرکچي پلاوي کې بدلون راولي او داسې ویل کېږي چې یو نوی پلاوی به رامنځته کړي.

د پاکستان ډیلي ټایمز ورځپاڼې ته د طالبانو د مشرتابه شورا یوه غړي ویلي، چې ملاهبت الله اخوندزاده د طالبانو د پوځي کمېسیون لپاره ملا یعقوب د نوي رییس په توګه ټاکلی ترڅو تر بین الافغاني خبرو وړاندې خپل واک او قدرت زیات کړي.

د طالبانو دغه غړي همدارنګه ویلي چې د طالبانو مشرتابه شورا غړي د بین الافغاني خبرو لپاره په یوه نوي پلاوي ګومارلو غور کوي او دا پلاوی به د ملایعقوب تر مستقیمې څارنې لاندې کار مخ ته وړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA