سرچینې زیاته کړې د پرانګ یاد بچي یې د امنیتي ارګانونو او ځایي خلکو په هڅو له سیمې انتقال او د چاپیریال ساتنې ملي ادارې د لارښونو سره سم به، ملي ژوبڼ او یا هم ځنګل لرونکو سیمو کې خوشې شي.
کونړ ولایت چې ډیری سیمي یې ځنګلونه لري، د ځنګلونو وهلو، جګړو او بمباریو له امله ځنګلي ژویو نورو سیمو ته کډه کړې، خو په لیرې پرتو سیمو کې اوس هم بېلابېل ډولونه شتون لري، خو تر دې دمه یې د ناقانونه ښکار مخه نه ده نیول شوې.
ځایي خلک بیا وایي ځنګلونو کې اوس هم داړونکې ژوي شته او وخت ناوخت د دوی د مالونو په رمو یرغل کوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ