ads

امنیتي چارواکي: پکتیکا بکخېل کې ۲۴ طالبان او ۳ پولیس وژل شوي

د پکتیکا امنیه قوماندان سمونوال نثاراحمد عبدالرحیم زي د دوشنبې ورځې په مازېګر خبریالانو ته وویل طالبانو د بکخېل ولسوالۍ اړوند په اته خونه کې پر پولیسو برید کړی دی. هغه څرګندوي د مرستدویه پولیسو په ورتګ د ۷ ساعته نښتې په ترڅ کې ۲۴ طالبان وژل شوي، ۱۲ نور ټپیان دي او ځيني مهمات […]

خیرالدین ذکي
27 غبرګولی 1399
امنیتي چارواکي: پکتیکا بکخېل کې ۲۴ طالبان او ۳ پولیس وژل شوي

د پکتیکا امنیه قوماندان سمونوال نثاراحمد عبدالرحیم زي د دوشنبې ورځې په مازېګر خبریالانو ته وویل طالبانو د بکخېل ولسوالۍ اړوند په اته خونه کې پر پولیسو برید کړی دی.

هغه څرګندوي د مرستدویه پولیسو په ورتګ د ۷ ساعته نښتې په ترڅ کې ۲۴ طالبان وژل شوي، ۱۲ نور ټپیان دي او ځيني مهمات د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.

قومندان وايې په یاده پېښه کې ۳ پولیس سرتیري هم وژل شوي او څلور نور يې ټپیان دي.

د پکتیکا ولایتي روغتون مسولین وايې له یادي پيښې څخه د څلورو طالبانو او درې پولیسو جسدونه ور وړل شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه د دې نښتې په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA