د روغتیا وزارت خبر ورکوي چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کورونا ویروس ۷۹۳ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې، چې په دې سره په ټول هېواد کې پر کویډ ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۲۶زره او ۳۱۰ تنو ته ورسېد.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې له دې ناروغۍ څخه په ۲۴ساعتونو کې ۴۹۱تنه روغ شوي دي او د ۱۳ تنه ترې مړه شوي دي.
په دې سره د مړو شمېر ۴۹۱ او د رغېدلو کسانو شمېر ۵۵۸۱ تنو ته لوړ شو.
روغتیایي چارواکي له هېوادوالو غوښتنه کوي، چې کورونا ویروس جدي وبولي او روغتیایي سپارښتنو ته پام وکړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ