ads

صدیق مخترع ومړ

 غلام صدیق وردک چې مشهور په صدیق محترع و، د دوشنبې ورځ د ورپېښې ناروغۍ له کبله د ۸۰ کلونو په عمر وفات شو.

شمس الرحمن شمس
27 غبرګولی 1399
صدیق مخترع ومړ

کورنۍ یې وایي، مخترع له حکومته ګیلمن و او وایي چې هېڅ یې ملاتړ ونه کړ او د نومړي اختراعاووته یې ارزښت ورنه کړ.

د معلوماتو له مخې صدیق مخترع تر دا مهاله ۳۴۴اختراعوې رامنځته کړې وې.

صدیق وردک د لمر په انرژۍ د چلیدونکي موټر، په اوبو او وچه کې د چلېدونکي موټر، بې تېلو واټرپمپ، د سېل مخکې تر مخکې خبرداري ورکوونکې الې، د داسې زانګو چې که ماشوم ویده وي نو نه خوځي او یو شمېر نورو شیانو د اختراع ادعا لرله.

ده ویل چې په امریکا کې د بې چلوونکي موټر تر جوړېدړو وړاندې یې داسې موټر جوړ کړی و.

صدیق وردک په ۱۳۱۹ لمریز کال د وردک ولایت د سیداباد ولسوالي د تنګي درې په امیرکلا کې زېږېدلی و.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA