ads

جمهور رییس غني: روغتونونو کې د اکسیجن کمښت نه‌منم

اوس په ټول افغانستان کې د مثبتو پېښو شمېر له ۲۵زرو څخه اوښتی دی او تر پنځه زره څخه زیات خلک له دې وېروس څخه روغ شوي دي.

شمس الرحمن شمس
27 غبرګولی 1399
جمهور رییس غني: روغتونونو کې د اکسیجن کمښت نه‌منم

جمهور رییس محمد اشرف غني د کابینې غونډې ته د وینا پر مهال روغتیا وزارت سپارښتنه کړې، چې کرونا ناروغۍ سره د مبارزې په برخه کې د طبي اکسیجن تولید پخپلو کاري لومړیتوبونو کې ونیسي او په دې برخه کې د بین المللي ټولنې دهمکارۍ جلبولو لپاره هر اړخیزه طرحه برابره او د حکومت رهبرۍ ته وړاندې کړي.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست او نوماند وزیر هم په هیواد کې د کرونا وضعیت د څرنګوالي په اړه لنډ راپور جمهور رییس ته وړاندې کړ او د اکسیجن ستونزې لمنځه وړلو ته په اشارې یې د وضعیت په کنټرول کې د امنیتي بنسټونو له همکارۍ او په دې برخه کې د تولیدي فابریکو د ظرفیت زیاتېدو او فعالیت او عامې روغتیا وزارت ته د دولتي بنسټونو له لوري د اکسیجن ډبو د ورکولو ډاډ ورکړ او کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره د نوې پالیسۍ پنځه مورده یې هم غونډې ته وړاندې کړل.

اوس په ټول افغانستان کې د مثبتو پېښو شمېر له ۲۵زرو څخه اوښتی دی او تر پنځه زرو څخه زیات خلک له دې وېروس څخه روغ شوي دي.

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA