ads

افغانستان، روسیې او امریکا د افغان سولې په اړه خبرې کړې دي

تېر ماښام د افغان سولې په اړه د روسیې، امریکې او افغان حکومت تر منځ درې اړخیزه ناسته ترسره شوه چې په دې ناسته کې درې واړو خواوو د بین الافغاني خبرو  پر ژر پیل ټینګار وکړ.

شمس الرحمن شمس
27 غبرګولی 1399
افغانستان، روسیې او امریکا د افغان سولې په اړه خبرې کړې دي

په دغه ناسته کې د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست او نوماند وزیر محمد حنیف اتمر، د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازی ضمیر کابلوف او د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خاص استازي زلمي خلیلزاد ګډون درلود.

دوی په خپلو خبرو کې د بندیانو د تبادلې څخه هرکلی کړی او د بین الافغاني خبرو له پیل وړاندې یې د تاوتریخوالي د کمېدو غوښتنه کړې ده.

دوی داسې مهال پر بین الافغاني خبرو د ژر پیلېدو ټینګار کوي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې له مخې افغان حکومت درې زره طالب بندیان خوشې کړي دي او جمهور رییس محمد اشرف غني د دوه زره نورو طالب بندیانو خوشې کېدو هم ویلي دي.

طالبانو ویلي هر کله چې د دوی پنځه زره طالب بندیان خوشې شي نو په یوه اونۍ کې به له بین الافغاني خبرو ته چمتو شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA