د پکتیکا امنیه قوماندان سمونوال نثاراحمد عبدالرحیم زي د دوشنبې ورځې په مازېګر خبریالانو ته وویل طالبانو د بکخېل ولسوالۍ اړوند په اته خونه کې پر پولیسو برید کړی دی.
هغه څرګندوي د مرستدویه پولیسو په ورتګ د ۷ ساعته نښتې په ترڅ کې ۲۴ طالبان وژل شوي، ۱۲ نور ټپیان دي او ځيني مهمات د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
قومندان وايې په یاده پېښه کې ۳ پولیس سرتیري هم وژل شوي او څلور نور يې ټپیان دي.
د پکتیکا ولایتي روغتون مسولین وايې له یادي پيښې څخه د څلورو طالبانو او درې پولیسو جسدونه ور وړل شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه د دې نښتې په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ