جمهور رییس محمد اشرف غني د کابینې غونډې ته د وینا پر مهال روغتیا وزارت سپارښتنه کړې، چې کرونا ناروغۍ سره د مبارزې په برخه کې د طبي اکسیجن تولید پخپلو کاري لومړیتوبونو کې ونیسي او په دې برخه کې د بین المللي ټولنې دهمکارۍ جلبولو لپاره هر اړخیزه طرحه برابره او د حکومت رهبرۍ ته وړاندې کړي.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست او نوماند وزیر هم په هیواد کې د کرونا وضعیت د څرنګوالي په اړه لنډ راپور جمهور رییس ته وړاندې کړ او د اکسیجن ستونزې لمنځه وړلو ته په اشارې یې د وضعیت په کنټرول کې د امنیتي بنسټونو له همکارۍ او په دې برخه کې د تولیدي فابریکو د ظرفیت زیاتېدو او فعالیت او عامې روغتیا وزارت ته د دولتي بنسټونو له لوري د اکسیجن ډبو د ورکولو ډاډ ورکړ او کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره د نوې پالیسۍ پنځه مورده یې هم غونډې ته وړاندې کړل.
اوس په ټول افغانستان کې د مثبتو پېښو شمېر له ۲۵زرو څخه اوښتی دی او تر پنځه زرو څخه زیات خلک له دې وېروس څخه روغ شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ