ads

په بغلان کې د دولت شپږ وسله وال مخالفین ونیول شول

د بغلان د پولیسو ویاند احمد جاوېد بشارت وایي، د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې پولیس پر دې توانېدلي چې هلته شپږ وسله وال مخالفین ونیسي.

محمدخان بریال
26 غبرګولی 1399
په بغلان کې د دولت شپږ وسله وال مخالفین ونیول شول

بشارت زیاتوي چې له نیولو کسانو څخه څېړنې پیل شوې دي.
هغه وایي، دغو کسانو په کندز او بغلان ولایتونو کې ترهګریز فعالیتونه ترسره کول، چې درې تنه یې د کندز او پاتې درې نور یې د میدان وردک ولایت اوسېدونکي دي.
تر اوسه وسله والو مخالفینو په دې اړه څه نه دي ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA