تر ۱۲۰ ډېرو ګوښه شوو کارکوونکو د یوه رسمي لیک په ترڅ کې له جمهوري ریاست، یونما او نورو څارونکو بنسټونو غوښتي، څو د دوي د ګوښه کېدو بهیر وڅاري.
له دغو اعتراض کونکو څخه یوه یی کلید ته په خبرو کې وویل، هغوي په غیرقانوني بڼه له کوم دلیل پرته له دندو ګوښه کړي او د هغوی پر ځای پر کمېسیون پورې اړوند کسان پر دندو ګمارل شوي دي.
بلخوا، د ټاکنو پر کمېسیون ځینې څارونکي بنسټونه هم د دغو کارکونکو ګوښه کول او پر ځای یی نور کارکونکي ځای پر ځای کول غیر قانوني بولي.
د افغانستان د خپلواکو او عادلانه ټاکنو د بنسټ یا فیفا مشر یوسف رشید وویل، چې د کارکونکو د ګوښه کېدو لپاره هېڅ کوم شفاف میکانیزم په نظر کې نه دی نیول شوی.
خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون بیا وایی، یوازې هغه کارکونکي یی له کاره ګوښه کړي چې په خپله برخه کې یی سم کار نه دی ترسره کړی.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارلانشا مشر کلید ته په خپلو خبرو کې وویل، هغه کارکونکي له دندې ګوښه شوي چې په کار کې یی غفلت کړی او د خپلې اړوندې څانګې قناعت یې نه دی ترلاسه کړی.
د ننګ په وینا ددې کارکونکو شمېر ۵۰ تنو رسېږي.
د غیرقانوني کړنو دا خبرې په داسې حال کې مطرح کیږي چې څه موده وړاندې د دې کمېسیون کمېشتر مولانا محمد عبدالله پر خپل فیسبوک پاڼه لیکلي وو، چې د ټاکنو په کمېسیون کې قانون ماتونه ډېره شوې او هېڅ مرجع هم ورته رسېدنه نه کوي.