ads

په کابل کې څلور تنه د چپاولګرۍ په تړاو ونیول شول

د کابل پولیس خبر ورکوي، چې پرون مازدیګر پنځه بجې د یاد ښار د اتمې ناحیې په مربوطاتو کې څلور تنه د چپاولګرۍ په تور ونیول شول.

محمدخان بریال
22 غبرګولی 1399
په کابل کې څلور تنه د چپاولګرۍ په تړاو ونیول شول

د کابل پولیس وایي، یادو کسانو د کابل ښار په مختلفو برخو کې د وسلې په زور له خلکو موبایلونه او پیسې اخیستې، چې تر پېژندنې وروسته د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوي دي.
د سرچینې په وینا، له یادو کسانو سره یو مېل تفنچه هم د پولیسو لاسته ورغلې ده.
که څه هم په دې وروستیو کې د جنایي جرمونو پر وړاندې د امنیتي بنسټونو هڅې کړندۍ شوې، خو بیا هم د جنایي جرمونو ډېرېدو خلک اندېښمن کړي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA