د یاد ولایت له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د دغه ولایت ګډو ځواکونو د یو لړ عملیاتو په پایله کې یوه غیر مسوله وسله واله ډله نیولې ده.
خبرپاڼه زیاتوي، چې دې ډلې په وسله والو غلاوو، باج اخیستلو، چور او چپاول او د خلکو په ځورونه کې لاس درلود.
سرچینه زیاتوي، له پولیسو سره د هغوی د نښتې په پایله کې یو تن وژل شوی، بل ټپی دی او شپږ تنه بیا نیول شوي دي.
د خبرپاڼې پر بنسټ، له نیول شوو کسانو څخه یو مېل راکېټ، یو میل پیکا، څلور میله کلاشینکوفونه او یو شمېر نورې وسلې نیول شوي دي.
د یادوونې وړ ده، چې د دغو عملیاتو په ترڅ کې د هغوی له خوا د ارمغان په نوم یوه تښتول شوي نجلۍ هم خوشي شوې ده.