ads

طالبانو د افغان دولت ۸۰ نور بندیان ازاد کړل

د وسله والو طالبانو ډله د افغان حکومت د لسګونه نورو بندیانو د خلاصون خبر ورکوي. د دې ډلې د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین وایي، پرون یې په کندز او بغلان ولایتونو کې د افغان حکومت ۸۰ نور بندیان له بنده خوشي کړل. د هغه په وینا، خوشي شوو کسانو ته جامې او ۵۰۰۰ […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
9 غبرګولی 1399
طالبانو د افغان دولت ۸۰ نور بندیان ازاد کړل

د وسله والو طالبانو ډله د افغان حکومت د لسګونه نورو بندیانو د خلاصون خبر ورکوي.
د دې ډلې د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین وایي، پرون یې په کندز او بغلان ولایتونو کې د افغان حکومت ۸۰ نور بندیان له بنده خوشي کړل.
د هغه په وینا، خوشي شوو کسانو ته جامې او ۵۰۰۰ زره افغانۍ هم ورکړل شوې.
طالبان پر داسې مهال د دولت یاد بندیان ازادوي چې همداس اوس د دوی یو پنځه کسیز پلاوی په کابل کې دی، څو د افغان حکومت له خوا د طالب بندیانو د خلاصون بهیر وڅاري او تصدیق یې وکړي.
د طالبانو د یاد پنځه کسیز پلاوي راتګ طالبانو او حکومت دواړو منلی دی.
دا په داسې حال کې ده چې جمهور رییس غني د اختر په ورځ د حسن نیت په هدف د ۲۰۰۰ زره نورو طالب بندیانو د خلاصون امر وکړ.
ټاکل شوې چې د طالبانو او امریکا تر منځ د شوې هوکړې پر بنسټ افغان حکومت د طالبانو ۵۰۰۰ زره بندیان، خو طالبان به د حکومت ۱۰۰۰ تنه بندیان ازاد کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA