ads

په زابل کې ۱۸ وسله وال طالبان ووژل شول

د زابل امنیتي چارواکي هلته د هوایي برید پر مهال د نېږدې شلو وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي. د زابل د امنیه قومندانۍ ویاند محمد لعل امیري کلید ته وویل، تېره ورځ له غرمې وروسته کله چې وسله والو طالبانو د دغه ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر اکمالاتي […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
8 غبرګولی 1399
په زابل کې ۱۸ وسله وال طالبان ووژل شول

د زابل امنیتي چارواکي هلته د هوایي برید پر مهال د نېږدې شلو وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي.
د زابل د امنیه قومندانۍ ویاند محمد لعل امیري کلید ته وویل، تېره ورځ له غرمې وروسته کله چې وسله والو طالبانو د دغه ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر اکمالاتي کاروان برید وکړ، د یاد ولایت د نظامي شورا د پرېکړې پر اساس پر هغو هم هوایي برید ترسره شو.
د هغه په وینا، له دې ډلې سره په مخامخ جګړه او هوایي برید کې ۱۸ وسله وال طالبان ووژل شول.
امیري زیاتوي چې د وسله والو طالبانو په ډزو کې درې ماشومان هم ټپیان شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د وسله والو طالبانو او افغان حکومت تر منځ د اختر درې ورځنی اوربند د سه شنبې په شپه ناوخته پای ته رسېدلی، خو له زابل پرته د هېواد په نورو برخو کې نښتې نه دي رامنځته شوې.
وسله والو طالبانو بیا د هغوی د ۱۸ ملګرو د وژل کېدو په تړاو د حکومت ادعا رد کړې او په دې جګړه کې یې د ۱۰ تنو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA