ads

د طالبانو پنځه کسیز تخنیکي پلاوی کابل ته راغلی

د ملي امنیت شورا خبر ورکوي، چې د طالبانو یو تخنیکي ټیم کابل ته رارسېدلی او د حکومت له تخنیکي ټیم سره د دواړو لورو د بندیانو پر خلاصون خبرې کوي. دې شورا که څه هم په دې تړاو نور جزیات نه دي ورکړي، خو جمهور رییس محمد اشرف غني څو ورځې وړاندې د حسن […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
8 غبرګولی 1399
د طالبانو پنځه کسیز تخنیکي پلاوی کابل ته راغلی

د ملي امنیت شورا خبر ورکوي، چې د طالبانو یو تخنیکي ټیم کابل ته رارسېدلی او د حکومت له تخنیکي ټیم سره د دواړو لورو د بندیانو پر خلاصون خبرې کوي.
دې شورا که څه هم په دې تړاو نور جزیات نه دي ورکړي، خو جمهور رییس محمد اشرف غني څو ورځې وړاندې د حسن نیت په هدف د ۲۰۰۰ زره نورو طالب بندیانو د خوشي کېدو امر ورکړ.
تر دې وړاندې د بندیانو د خلاصون بهیر د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي ډېرېدو له کبله درول شوی و.
بلخوا، طالبان هم مني چې د دوی یو پنځه کسیز پلاوی همدا اوس په کابل کې دی او هغوی ته دنده ورکړل شوې، څو د طالب بندیانو د خلاصون په برخه کې تخنیکي مرسته وکړي.
د دې ډلې د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین وایي، یاد پلاوی د طالب بندیانو د تصدیق او تثبیت په هدف کابل ته استول شوی دی.
د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې د وري میاشتې پر ۱۳مه نېټه هم د طالبانو یو پلاوی د بندیانو د خلاصون او د هغوی د تصدیق په هدف کابل ته راغلی و، خو د ځینو اختلافونو له کبله بیرته دوحې ته ستون شو.
ټاکل شوې چې د طالبانو او امریکا تر منځ د شوې هوکړې پر بنسټ افغان حکومت د طالبانو ۵۰۰۰ زره بندیان، خو طالبان به د حکومت ۱۰۰۰ تنه بندیان ازادوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA