د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د دغه وزارت سرپرست نوماند وزیر محمد حنیف اتمر پرون د ویډیويي کنفرانس له لارې د افغانستان امریکا او ازبکستان ترمنځ درې اړخیزه ناسته پرانیسته.
د سرچینې په وینا، په دې ناسته کې د اختر په درېیو ورځو کې د جګړې د ښکېلو لورو تر منځ د شوي اوربند د دوام، له کورونا څخه د خلکو د ژوند ژغورولو، د تاوتریخوالي د کمېدو او د ملکي وګړو د ژوند ساتنې غوښتنه وشوه.
د دغه وزارت خبرپاڼه زیاتوي، چې په ترسره شوې ناسته کې د بین الافغاني خبرو پر ژر تر ژره پیلېدو او د شوي اوربند پر غځېدو هم ټینګار وشو.
د دې تر څنګ په یاده غونډه کې د درې اړخیزو خبرو اترو پر اهمیت د ټینګار تر څنګ پر سیاسي، اقتصادي، امنیتي او بشري پرمختګ هم بحث وشو.
دا په داسې حال کې ده چې د حکومت او طالبانو ځینو سرچینو د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي، ټاکل شوې چې د یوې اونۍ لپاره شوی اوربند وغځول شي.
خو تر اوسه حکومت او طالبانو په رسمي ډول د اوربند د غځېدو په تړاو څه نه دي ویلي.