ads

نړیوال بانګ د حکومت د برنامو د ملاتړ ډاډ ورکړ

د افغانستان جمهور رییس محمد اشرف غني پرون د نړیوال بانګ له مشر هینري کرالي سره د ویډیویي کنفرانس له لارې له افغانستان سره د دغه بانک د مرستو او ژمنو په اړه بحث وکړ. د ارګ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد بانګ مسول د افغان حکومت د برنامو […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
7 غبرګولی 1399
نړیوال بانګ د حکومت د برنامو د ملاتړ ډاډ ورکړ

د افغانستان جمهور رییس محمد اشرف غني پرون د نړیوال بانګ له مشر هینري کرالي سره د ویډیویي کنفرانس له لارې له افغانستان سره د دغه بانک د مرستو او ژمنو په اړه بحث وکړ.
د ارګ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد بانګ مسول د افغان حکومت د برنامو ملاتړ ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې دغه بانګ به په افغانستان کې له هغو کورنیو سره مرسته وکړي، چې له اقتصادي پلوه یې زیان لیدلی وي.
د خبرپاڼې په وینا، دواړو لورو پر دې هم بحث وکړ چې د حکومت او نړیوال بانک د ګډې ارزونې په پایله کې دې په افغانستان کې د نړیوال بانک له لوري د تمویلېدونکو پروژو سرچینې، چې عملي کېدل یې د بېلابېلو دلایلو په اساس ډېر وخت اخلي، د افغانستان د حکومت د لومړیتوبونو په اساس له کورونا ویروس سره د مبارزې په برنامو کې ولګول شي.
سرچینه زیاتوي، د دې تر څنګ د زیات کروندګرو او کرنیزو محصولاتو د ملاتړ په هدف د حکومت د کرنیزو مرستو، اصلاح شویو تخمونو او اوبولګولو سیستم دوه کلنه پروژه هم د نړیوال بانک له لوري تمویلېږي، څو فرصتونه رامنځته شي او کروندګر پیداوار او عاید ترلاسه کړي.
جمهورريیس غني له نړیوال بانک څخه وغوښتل چې د ځنګلونو احیا دې هم د نړیوال بانک له لوري تمویلېدونکو پروژو کې شامله شي، د زراعتي محصولاتو له لارې د خلکو اقتصاد ښه، د کرنیزو محصولاتو ارزښت زیات او د بزګرو او کلیوالوعواید لوړ او څو برابره شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA