ads

امنیتي سکټور: پر کورونا د ۵۰ فیصده سرتیرو د اخته کېدو راپور ناسم دی

افغان ګډو ځواکونو د نیویارک ټایمز ورځپاڼې هغه راپور رد کړ، چې ګواکي ۵۰ فیصده امنیتي ځواکونه پر کورونا ویروس اخته شوي دي. د کورنیو چارو وزارت له لوري رسنیو ته په رالېږل شوې اعلامیه کې ویل شوي، افغان امنیتي او دفاعي بنسټونو د کورونا ناروغۍ تر خپرېدو وړاندې روغتیایي تدابیر نیولي او د افغان […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
7 غبرګولی 1399
امنیتي سکټور: پر کورونا د ۵۰ فیصده سرتیرو د اخته کېدو راپور ناسم دی

افغان ګډو ځواکونو د نیویارک ټایمز ورځپاڼې هغه راپور رد کړ، چې ګواکي ۵۰ فیصده امنیتي ځواکونه پر کورونا ویروس اخته شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت له لوري رسنیو ته په رالېږل شوې اعلامیه کې ویل شوي، افغان امنیتي او دفاعي بنسټونو د کورونا ناروغۍ تر خپرېدو وړاندې روغتیایي تدابیر نیولي او د افغان ځواکونو په لیکو کې یې ټولو سرتیرو ته لازمې لارښوونې کړې دي.
اعلامیه زیاتوي، افغان ځواکونه په دوامداره توګه له غوڅ ملاتړ ماموریت سره هم په اړیکه کې دي او په بېلابېلو برخو کې د دواړو لورو ترمنځ هر اړخیزه همکاري دوام لري.
د یادولو وړ ده چې تر دې وړاندې نیویارک ټایمز ورځپاڼې د امریکا له دفاع وزارت څخه په نقل سره پر کورونا د ۵۰ سلنه افغان ځواکونو د اخته کېدو راپور ورکړ.
د دې ورځپاڼې د راپور له مخې، څه کم ۵۰ فیصده افغان امنیتي ځواکونه اوسمهال په کورونا وبا اخته شوي او دغه امر د دې لامل شوی چې د افغان او امریکايي ځواکونو ګډ عملیات ودرول شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA