ads

د ترکیې سمندري ځواک ۳۴ افغان کډوال له غرقېدو څخه ژغورلي دي

د ترکیې ځواکونو په ازمیر کې ۷۲کډوال له ډبېدو ژغورلي دي، چې دې کې ۳۴یې افغان کډوال دي

شمس الرحمن شمس
6 غبرګولی 1399
د ترکیې سمندري ځواک ۳۴ افغان کډوال له غرقېدو څخه ژغورلي دي

د ترکیې د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې سندري ځواکونو یې د ازمیر په سیمه کې ۷۲ کډوال ژغورلي دي چې ۳۴ یې افغانان دي.

د دوی د معلوماتو له مخې ژغورل شویو کډوالو کې ۳۴ افغانان او پاتې نور د پاکستان، کانګو، او ګانان څخه دي.

په دې کډوالو کې ماشومان، ځوانان، ښځې او سړي شامل دي.

د ترکیې ځواکونه وایي، چې د کډوالو دا کښتۍ یوناني ځواکونو اړ کړې وه چې خپل مسیر بدل کړي، چې بیا دوی ددې کښتۍ د ډوبېدو مخنیوی کړی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA