ads

افغانستان کې د کرونا ناروغانو شمېر له ۱۱زره څخه واوښت

د روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې ۲۵۸د کرونا نور ناروغان ثبت شوي دي چې دې سره په ټول هېواد کې په کرونا د اخته کسانو شمېر ۱۱۸۳۱تنو ته ورسېد

شمس الرحمن شمس
6 غبرګولی 1399
افغانستان کې د کرونا ناروغانو شمېر له ۱۱زره څخه واوښت

د روغتیا وزارت خبر ورکوي چې په تېرو ۲۴ساعتونو د کورونا وېروس ۶۵۸ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې، چې په دې سره په ټول هېواد کې پر کویډ ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۱۱۸۳۱ تنو ته ورسېد.

له مثبتو پېښو څخه ډېرې پېښې په کابل کې ثبت شوي دي چې شمېر یې ۲۳۷ دی، هرات ۸۵، بلخ ۷۷، بغلان ۵۹ بادغیس۵۲، فراه ۵۲، ۲۹ننګرهار، ۲۷بامیان،۱۱پکتیا، ۱۰لوګر،۷کاپیسا، ۶ سرپل ، ۴تخار او یوه پېښه په سمنګان ولایت کې ثبت شوې ده.

د روغتیا وزارت د معلومات له مخې په تېرو ۲۴ساعتونو کې ۱تن له کرونا ناروغۍ څخه مړه شوی دي، چې ورسره په  هېواد کې له دې وېروس څخه د مړینو شمېره ۲۲۰تنو ته ورسېده.

روغتیایي چارواکي ټینګار کوي، چې د کرونا وېروس په کابو کولو د خلکو رول مهم دی او د دوی رول دادی چې کورنو کې پاتې شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA