ads

په هېواد کې پر کورونا د اخته کسانو شمېر ۱۰۵۸۲تنو ته ورسېد

د روغتیا وزارت ویاند وحید مایار وایي، چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د روغتیا وزارت په لابراتوارونو کې ۱۲۰۶ مشکوک سمپولونه کتل شوي دي چې له مخې یې ۵۸۴ مثبتې پېښې ثابتې شوي دي.

شمس الرحمن شمس
4 غبرګولی 1399
په هېواد کې پر کورونا د اخته کسانو شمېر ۱۰۵۸۲تنو ته ورسېد

د روغتیا وزارت خبر ورکوي چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کورونا وېروس ۵۸۴ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې، چې په دې سره په ټول هېواد کې پر کویډ ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۱۰۵۸۲ تنو ته ورسېد.

د روغتیا وزارت ویاند وحید مایار وایي، چې له هرات وروسته کابل تر نورو ولایتونو زیاتې پېښې لري.

د مایار په خبره په تېرو ۲۴ساعتونو کې ۲تنه له کرونا ناروغۍ څخه مړه شوي دي، چې له دې سره د قرباني شویو کسانو شمېر .۲۱۸تنو ته ورسېد

 او همدارنګه له کرونا وېروس څخه تازه ۳۵نور خلک روغ شوي دي، چې په هېواد کې ورسره له کرونا څخه د روغ شویو کسان شمېر۱۰۷۵تنو ته رسېږي.

روغتیایي چارواکي ټینګار کوي، چې د کرونا وېروس په کابو کولو د خلکو رول مهم دی او د دوی رول دادی چې کورنو کې پاتې شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA