د افغانستان برېښنا شرکت خبر ورکوي چې تېره شپه د پروان ولایت ا ړوند ګل غونډۍ او فیان شریف سیمه کې نا معلومه کسانو د وارداتي برېښنا ۴۶۴پایه په بمونو سره چاودنه ورکړې ده.
ددې شرکت د چارواکو په خبره پایه زیاته نه ده زیانمنه شوې او د برېښنا جریان یې نه دی قطعه کړی.
د برېښنا شرکت چارواکي وایي، چې د پایې ترمیم لپاره یې همکاران تللي و او له ترمیم وروسته بېرته راګرځېدلي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ