د جوزجان امنیتي چارواکي خبر ورکوي چې ځواکونو یې تېره شپه ددې ولایت په منګجیک ولسوالۍ کې پر وسله والو طالبانو دوه هوایي بریدونه ترسره کړې دي، چې له کبله ۲۱وسله وال طالبان وژل شوي دي.
۲۰۹ شاهين قول اردو د رسنیو د برخې امر محمد حنیف رضایی وایی، چې پر وسله والو طالبانو دا بریدونه داسې مهال شوي چې، په سیمه کې د ماین خښولو او نورو تخریبي کړنو باندې مصروف و.
دده په خبره په سیمه کې د وسله والو مخالفینو پر وړاندې چاڼیز عملیات پیل شوي چې له کبله یې یو شمېر سیمې تصفیه شوي هم دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ