ads

د ننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالۍ پر ولسوال ځانمرګی برید شوی

ولایتي چارواکي وایي چې په دې ځانمرګي برید کې د چپرهار ولسوال او زوی یې ټپیان شوي دي

شمس الرحمن شمس
1 غبرګولی 1399
د ننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالۍ پر ولسوال ځانمرګی برید شوی

د چپرهار په ولسوال ځانمرګی برید شوی

د ننګرهار ولایت د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼی وایي، چې دا ځانمرګی برید نن مازیګر درې بجې د چپرهار ولسوال محمد صدیق دولتزي پر موټر شوی، چې له کبه دی او زوی یې برسیرن ټپیان شوي دي.

تر اوسه یې کومې وسله والې ډلې ددې برید مسولیت نه دی منلی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA