ads

ننګرهار امنیتي چارواکي: کوچني اختر لپاره مو کلک امنیتي تدابید نیولي دي

د ننګرهار امنیتي چارواکي د کوچني اختر لپاره د کلکو امنیتي تدابیرو د نیول کیدوخبر ورکوي

جان اغا صالح
1 غبرګولی 1399
ننګرهار امنیتي چارواکي: کوچني اختر لپاره مو کلک امنیتي تدابید نیولي دي

چارواکي وایي، په ښار او ولسوالیو کې یې د امنیت د ټینګښت په موخه ځانګړی امنیتي پلان چمتو کړی او هم به یې ځواکونه د اختر په شپو او ورځو کې په لومړۍ درجه احضاراتو کې وي.

ولسي خلک هم د اختر لپاره د امنیت د ټینګښت غوښتنه کوي.

دا تدابیر وروسته له دې غوره شوي چې په وروستیو ورځو کې د پلازمېنې کابل په ګډون په بېلابېلو ولایتونو کې خونړۍ پېښې وشوې.

د ننګرهار امنیه قومندان ایمل نیازی وایي، د اختر په شپو او ورځو کې یې د ښار او ولسوالیو لپاره ځانګړی امنیتي پلان ترتیب کړی چې له مخې به یې خلک کولای شي په ارامه فضا د اختر خوښۍ ولمانځي.

نوموړی وايي، خپلو امنیتي ځواکونو ته یې لارښونه کړې تر څو د اختر په شپو او ورځو کې د خلکو امنیت ته جدي پاملرنه وکړي.

(( مونږ د ټولو امنیتي مسولینو سره ناسته کړی هم د ښار او هم د ولسوالیو له امنیه قومندانانو سره د امنیت په تړاو خلکو ته ډاډ ورکو چې دوی د خپلې خوښۍ په امنیتي فضا کې ونمانځي))

 بل لور ته جلال اباد ښاریان هم له امنیتي چارواکو غواړي چې د اختر لپاره دې امنیتي تدابیر ټینګ کړي څو خلک وکولای شي په ارامه فضا کې اختر ولمانځي.

 ښاریان د امنیت د ټینګښت په برخه کې د خلکو همکاري هم له امنیتي ځواکونو سره مهمه بولي.

((دوه ښاریان احمد ګل او رحمان وایي، حکومت باید امنیت ټينګ کړي چې خلک اختر ولمانځي خلکو ته هم په کار ده چې شکمن کس ګوري پولیسو ته دې خبر ورکړي))

بل لور ته یو شمیر ننګرهار میشتي د جګړې له ښکیلو خواوو د کوچني اختر په شپو او ورځوکې د اوربند غوښتنه کوي.

((زمونږ له دواړو خواوو غوښتنه دا ده چې دوی باید اوربند وکړي چې دا خلک اختر په ارامه فضا کې ولمانځي))

د ننګرهار امنیتي چارواکي وايي،  چې د اختر په ورځو کې د ځانګړو امنیتي تدابیر ترڅنګ به هغه کسان چې د ماشومانو د لوبو لپاره پټاقۍ او پلاسټیکي ټوپکونه پلوري هم ونیسي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA