د راپورونو له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت افغانستان کې د جګړې له ښکېلو لوریو غوښتنه کړې ده چې، د بین الافغاني خبرو پیل لپاره دې ګډه هڅه او روان تاوتریخوالی دې کم کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د چهارشنبې ورځ په یو کنفرانس کې دا غوښتنه له افغان حکومت او طالبانو څخه کړې ده.
پمپیو همدارنګه د جمهور رییس محمداشرف غني او عبدالله د سیاسي هوکړې لاسلیک کېدل ستایلي او تمه یې ښودلې چې د مصالحې عالي شورا به د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو ته زمینه برابره کړي.
پمپیو له دې سربېره له وسله والو طالبانو غوښتي چې تاوتریخوالی دې کم کړي او له افغان حکومت سره دې په ګډه د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره هڅه وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې دامریکا د بهرنیو چارو وزات خاص اسازی زلمی خلیلزاد کابل کې دی او دلته یې له افغان مشرانو سره د سولې په راتلونکو خبرو او همداشان په اوربند او د تاوتریخوالې کموالي په اړه بحثونه کړې دي.
افغان حکومت له زلمي خلیلزاد غوښتي چې د بنی الافغاني خبرو له پیل وړاندې باید اوربند رامنځته شي، چې خلیلزاد په ځواب کې ورته ویلي چې دا موضوع به له طالبانو سره شریکه کړي.
کابل کې د زلمي خلیلزاد لیدونو او د مایک پمیو څرګندونو په تړاو وسله والو طالبانو تر اوسه څه نه دي وي، یوازې پرون ددې ډلې مشر په خپل اختریز پیغام کې له امریکا غوښتې و چې د سولې هوکړې ته ژمن پاتې شي.
ملاهبت الله: امریکا دې د سولې په برخه کې هڅې ګړندۍ کړي
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ