د کابل والي محمد یعقوب حیدري نن په یوې خبرې ناسته کې خبریالانو ته وویل چې دکرونا وېروس موجوده ګواښ ته په کتو کابل ښار به د اختر ورځو کې قرنطین وي.
د کابل والي همدارنګه له خلکو وغوښتل چې د ځان او کورنۍ خوندیتوب لپاره دې له بې ځایه تګ څخه ډډه وشي .
((هېڅ اجازه نشته چې څوک دې بې ضرورته کابل ښار کې تګ راتګ وکړي، که څوک مریض وي نو بیا بېله خبره ده، هو باید له مریض سره یو کس وي او له دې ډېرو کسانو ته به پولیس د تګ راتګ اجازه ورنکړي))
د کابل والي همدارنګه زیات کړه ولایتونو ته به ټرانسپورټ چې اوس هم شته دی، د روغتیا وزارت لخوا ورته د شرایط په رامنځته کولو سره اجازه ولري.
دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د کرونا وېروس مثبتې پېښې له اته زرو څخه اوښتې دي او له سلو ډېر کسان له دې ناروغۍ څخه مړه شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ