ads

بین الافغاني خبرې به د نوې نېټې له مخې پیل شي

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له خبریالانو سره په تازه څرګندونو کې ویلي، امریکا د افغانانو تر منځ د بین الافغاني خبرو پیلېدو لپاره سخت کار کوي او ټاکل شوې چې دغه خبرې د نوې نېټې پر اساسي پیل شي. هغه زیاته کړې، امریکا هڅه کوي […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
28 غویی 1399
بین الافغاني خبرې به د نوې نېټې له مخې پیل شي

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له خبریالانو سره په تازه څرګندونو کې ویلي، امریکا د افغانانو تر منځ د بین الافغاني خبرو پیلېدو لپاره سخت کار کوي او ټاکل شوې چې دغه خبرې د نوې نېټې پر اساسي پیل شي.
هغه زیاته کړې، امریکا هڅه کوي چې ژر تر ژره په افغانستان کې د جګړې د ښکېلو لورو تر منځ خپلمنځۍ ناسته جوړه شي او په وینا یې په افغانستان کې د سولې د راتګ لپاره یوازنۍ لاره د افغانانو تر منځ خبرې دي.
زلمي خليلزاد تاوتريخوالى او د زندانيانو موضوع د دې ناستې د جوړېدو پر وړاندې خنډونه وبلل.
ده په کابل او ننګرهار کې وروستیو بریدونو ته په اشارې سره وویل، په افغانستان کې د داعش په څېر ترهګر شته چې سوله نه غواړي او د مخنیوي هلې ځلې یې کوي.
نوموړي له افغان حکومت او طالبانو غوښتنه وکړه چې د ترهګرۍ پر وړاندې په جګړه کې له یو بل سره مرسته وکړي.
خلیلزاد پر داسې مهال یادې څرګندونې کوي، چې په دې وروستیو کې یو ځل بیا د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي کچه لوړه شوې او افغان حکومت د هغوی د بریدونو مخنیوي لپاره له دفاعي حالت وتل اعلان کړل.
جمهور رییس غني د تېرې چهارشبنې په ورځ افغان ځواکونو ته امر وکړ چې د طالبانو پر وړاندې عملیات له سره پیل کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA