ads

په کابل کې ۱۵ جنایي مجرمین ونیول شول

د کورنیو چارو وزارت خبر ورکوي، چې ځواکونو یې په کابل ولایت کې د بېلابېلو جنایي جرمونو په تور ۱۵ تنه نیولي دي. د وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، یاد کسان د کابل ښار په پنځمه، شپږمه، اومه، نهمه، دولسمه، دیارلسمه حوزو، په میربچه کوټ او د ده‌سبز ولسوالیو په اړوندو […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
25 غویی 1399
په کابل کې ۱۵ جنایي مجرمین ونیول شول

د کورنیو چارو وزارت خبر ورکوي، چې ځواکونو یې په کابل ولایت کې د بېلابېلو جنایي جرمونو په تور ۱۵ تنه نیولي دي.
د وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، یاد کسان د کابل ښار په پنځمه، شپږمه، اومه، نهمه، دولسمه، دیارلسمه حوزو، په میربچه کوټ او د ده‌سبز ولسوالیو په اړوندو سیمو کې نیول شوي دي.
سرچینه زیاتوي، نیول شوو کسانو په وسله والو غلاوو، د عامه نظم په اخلالولو، د غیرقانوني وسلو په ګرځولو، شکونو او ورته نورو جنایي جرمونو کې لاس درلود.
په خبرپاڼه کې همدارنګه راغلي، له دغو کسانو څخه څلور میله وسلې او یو عراده غلا شوی موټر هم تر لاسه شوي دي.
په کابل کې دغه جنایي مجرمین پر داسې مهال نیول کېږي، چې لاهم په کابل او ګڼو نورو ولایتونو کې جنایي جرمونه ورځ تر بلې ډېرېږي او خلک یې اندېښمن کړي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA