د امریکا جمهور رییس ډونالډټرمپ وایي، امریکایي ځواکونه به تر دې وروسته په افغانستان کې جګړه ونه کړي او د دوی دنده پای ته رسېدلې ده.
ټرمپ څرګندوي، په افغانستان کې یې دنده ختمه ده او افغان حکومت باید پخپله د ځان غم وخوري.
نوموړي تېره ورځ یو خبري کنفرانس ته دا څرګندونې کړې دي.
د ده په وینا، په افغانستان کې د امریکایي سرتیرو جګړه یزه دنده پای ته رسېدلې او نور د پولیسو په توګه هلته نشي پاتې کېدای.
بلخوا، د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر بیا ویلي، دوی په افغانستان کې د سولې راتګ ته ژمن دي.
هغه په کابل او ننګرهار کې وروستي ترهګریز بریدونه په کلکو ټکو غندلي او په افغانستان کې یې د تلپاتې سولې د راتګ هیله څرګنده کړې ده.
د امریکا لوړپوړي چارواکي پر داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې په هېواد کې تاوتریخوالی ډېری شوی او هره ورځ په لسګونه ملکي وګړي او افغان سرتیري وژل کېږي.